د ۲۰۱۱ کال د افغان ځوان خبره فستوال ته ښه راغلاست

اوسمهال موږ د ۲۰۱۱زیږدیز کال د افغان ځوان د خبرې فستوال د خپرونو پر پلان باندې کار کوو. 

که چیرې تاسو ځوان یاست او غواړۍ چې د روزنې د دې فرصت څخه ګټه پورته کړۍ نو کولاې شې چې موږ سره اړیکه ټینګه کړۍ.

که تاسو غواړۍ موږ سره رسنیز همکار شۍ او یا زموږ خپرونې تمویل کړۍ، نو مهرباني وکړۍ  د لاندې ایمل آدرس له لیارې موږ سره اړیکه ټینګه کړۍ:        info(@)afghanyouthvoices.com  

برسیره پر دې تاسو کولاۍ شې چې زموږ ځینې پخواني کارونه دلته وګورۍ:

·      ټولکیسې  | ودیوګانې| عکسونه | غږیزکیسې  | مقالې

·       دفستیوال د ۲۰۱۰کال خبر

همدارنګه کولاۍ چې موږ دفیس بوک او یو ټوب په ویب پاڼه کې ومومۍ.

دا فستیوال د ۲۰۱۰کال د مارچ په میاشت کې په کار پیل کړ. د دې فستیوال موخه دا وه چې د هیوال ځوانانو ته فرصت برابر کړي  تر څو خپل نظریات او هیلې  خپل راتلونکي په اړه د رسنیو له لارې څرګند کړي. دغه فستیوال د مشرانو راتلونکینسل ته قدرت ورکويترڅو خپل د خلاقیت قدرت وپیژني او د ډول ډول وسایلو لکهرادیو ، تلویزیون، انترنت، بلاګ لیکنه، عکاسي، پوستر، هنر او موسیقي له لارېخپل نظرونه ووایي.

 

دغه فستیول په افغانستان کېتر ۱۰۰۰نه ډیرو کسانو ته د زده کړې زمینه برابره کړه، او همداراز د ځوانو خبریالانود پرمختیا  او وده ورکونې  لپاره دپیسو او جایزو یو سیستم یې رامنځته کړه . دافستیوال د اګست دمیاشت په ترڅ کې دیو لړپیښو او فعالیتونو د ترسره کولو له لارېچې د اوکست په ۱۲ مه د ځوانانو دنړیوالېورځېد لمانځولو لپاره په لاره اچول شوې وو، خپل اوج ته ورسیده.  

 

د ۲۰۱۰کال د افغان ځوان خبره فستیوال  د انتریوز شبکې او نی موسسې (په افغانستان کې د آزادو رسنیو ملاتړکوونکۍ) له خوا په لاره اچول شوې وه او د اطلاعاتو او کلتور، لوړو زده کړو، او ښوونې او روزنې وزارتونو له خوا یې ملاتړ کیده.